د بحرین موټرځغلونې ځای ته مرمۍ ضد موټر استول شوي

د بحرین پلازمینې ماناما او فارمولا- ون يا د موټر ځغلولو د سيالۍ ځای ته د مرمۍ ضد موټر استول شوي دي.

دغه موټر پر داسې مهال استول کیږي، چې د یکشنې ورځې د موټر ځغلولو د لانجمنو سیالیو پر سر د حکومت ضد لاریونونو روان دي.

عیني شاهدان وايي، د جمعې په ورځ لاریونیانو پر پولیسو د پيټرول بمونو ګزارونه وکړل، چې پولیس یې په ځواب کې اوښکې بهونکی غاز په مظاهره کونکوو وپاشه.

فعالان وايي، د موټر ځغلونې دغه سیالې ځکه د لاریونیانو قهر راپارولی، چې د بحرین له سلطنتي کورنۍ سره نژدې اړیکې لري.