لېبيا وايي سيف الاسلام په خپله خاوره محاکمه کوي

د لیبیا حکومت وايي، د جرمونو نړیواله محکمه د پخواني ولسمشر ډگروال قذافي د زوي سیف الاسلام قذافي پر ضد داسې پشپړ شواهد په واک کې لري، چې پر مټ يې کولای شي هغه په لیبیا کې دننه محاکمه کړي.

د دغې محکمی مشر څارنوال لیوس مورینو او کمپو، چې له لیبیا نه په لیدنه بوخت دی وايي، لیبیا به دروانې میاشت تر پایه د سیف لاسلام فذافي قضیه د جرمونو نړیوالې محکمې ته وسپاري.

ښاغلی قذافي په بشري ضد جرمونو تورن شوی، خو لیبیا چارواکو تراوسه نه ده منلۍ، چې هغه د جرمنو نړیوالې محکمې ای سي سي ته سپاري.