بغلان کې سېلابونو ۱۳ کسان وژلي

د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې له تیرو ورځې سیلابونو لږ تر لږه ۱۳ کسان وژلي او څلور تنه نور نادرکه دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، سیلابونه د بغلان په دریو ولسوالیو کې راوتلي او د سر زیان ترڅنګ یې سلګونه څاروي وړي او په سلګونه جرېبه ځمکه یې هم لاندې کړې ده.

ځايي خلکو بی بي سي ته ویلي، چې تر اوسه له سیلاب ځپلو سره بشري مرستې نه دي شوي.

د افغانستان په نورو سیمو کې هم د تیرو څو ورځو بارانونو راهیسې سیلابونه راوتلي دي.