بنګله دېش کې حکومت ضد پراخه لاریونونه شوي

په بنګله دیش کې د حکومت مخالفه ټلواله په ټول هیواد کې د هغه څه پر ضد پراخ لاریون کوي، چې دوی یې د خپلو فعالانو د تري تم کېدو ډیریدا ګڼي.

په پلازمینه ډاکه کې زرګونه پولیس لارو کوڅو وتلي او په دغه ښار کې ښوونځي تړل شوي او د سوداګرۍ چارې هم په ټپه درېدلې دي.

چارواکي وايي، د تېرې شپې په تاوتریخوالي کې ګڼ شمېر موټرونه سوځول شوي او یو کس هم په اور کې د سوځېدا له کبله مړ شوی دی.

د بنګله دیش ملتپالی ګوند پر حکومت تور پوري، چې د وتلي فعال الیاس علي په تري تم کېدا کې لاس لري، خو حکومت دغه ادعا نه مني.