مکسیکو کې وسله والو ۱۵ کسان وژلي

ناڅرګنده وسله والو د مکسیکو په شمالي ښار شیهواهوا کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژلي دي.

په وژل شوو دوه سیمه ییز ژورنالستان هم شامل دي، خو د پولیس وايي، ګمان نه کوي، چې دغه خبریالان به د وسله والو په برید کې وژل شوي وي.

څیړونکي وايي، تر اوسه نه يوهیږي، چې دد غه برید تر شاه به د چا لاس وي.

دغه ښار په تیره هم په نښه شوي او د فبروۍ په میاشت کې د پنځو هنرمندانو په ګډون نهه تنه په کې وژل شوي وو.