مصر اسراییلو ته د غازو د لېږد تړون پای ته رسولی

د مصر انرژۍ شرکتونو هغه اوږد مهاله تړون پای ته رسولی چې له مخې يې اسرايلو ته د بازار په پرتله ټيټو بيو غاز ورکوي.

اسراييلو دا ادعاوې رد کړې چې ګنې د غازو څلورو مياشتو بيسې يې نه دی ورکړې.

دغه هېواد ويلي د غازو بندول هغه څه ته زيان رسولی چې دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ سوله ييز چاپېريال بللی دی.

پر هغې نلليکې چې له مصر نه اسراييلو ته غاز لېږدوي، تېرکال د ولسمشر حسني مبارک له پرځونې راهيسې ۱۴ ځله بريد شوی دی. له دغو بريدونو مخکې مصر د اسراييلو غازو ۴۰٪ سلنه برخه برابروله.