بنګله دېشي پولیس له لاریون کوونکو سره نښتي

پولیس په بنګله دېش کې له هغو لاریون کوونکو سره نښتي چې له دوه ورځو راهیسې يې د خپل یوه مشر د ورکېدو په تړاو اعتراض پیل کړی دی.

د سلیت په ښار کې پر لاریون کوونکو ربړي ګولۍ او اوښلن ګاز کارول شوي دي.

ویل شوي چې په دغه ځای کې قهرجنو لاریون کوونکو د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی دی.

دغه ښار د مخالفینو د یوه مشر الیاس علي ټاټوبي بلل کیږي چې له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې ورک دی.