غزنیوال د ځمکې له غاصبینو سر ټکوي

د غزني په ځينو ولسواليو او ښار كې اړوندې دولتي او ان په ځينو حالاتو كې د خلكو شخصي ځمكې د يوشمير كسانو له لوري لاندې شوي او په كې یې كورونه، ماركيټونه او مېنې جوړې كړې دي.

چارواكي وايي شاوخوا يوسل او پنځوس زره جريبه ځمكه زورواكو غصب كړي چې ددې ځمكو په سر اوس په غزني كې د ځايي ادارې او دغو كسانو ترمنځ لانجې او جنجالونه روان دي.