ایران وايي انټرنېټي غلو د تېلو د صنعت کمپیوټرونه په نښه کړي

د ایران حکومت وایي په یوه انټرنېټي برید کې د هېواد د تیلو د صنعت له مهمو برخو سره تړلي کمپیوټرونه یې په نښه شوي دي.

د حکومت په وینا د احتیاط له مخې یې د ایران د تیلو وزارت او د تیلو د صادرولو مهمه دستګاه له انټرنېټ پرې کړل شوې ده.

د ایراني چارواکو په وینا، له دې کبله کوم جدي تاوان نه دی رسېدلی او د تیلو پر تولید او صادرولو ناوړه اغېز نه دی شوی.

په ایران کې د انټرنېټي بریدونو د مخنیوي لپاره یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوې ده.