اسراییلو په لوېديځه تراډه کې ۳ ناقانونه مېشت ځایونه قانوني کړل

د اسراییلو حکومت په لوېدیځه غاړه کې دریو سرحدي مېشت ځایونو ته قانوني بڼه ورکړه.

په دغو ځایونو کې شاوخوا اته سوه کسان ژوند کوي.

دغه ځایونه د ۱۹۹۰ کلونو راهیسې جوړ شوي ول خو د اسراییلو د حکومت له لوري نه وه منل شوي.

په دغه ځای کې ټول اسراییلي مېشت ځایونه که هغه د اسراییلو حکومت منلي وي که نه وي، د نړیوالې ټولنې له خوا ناقانونه بلل کېږي.

فلسطینیانو پر اسراییلو غږ کړی چې دغه کور جوړونې ودروي او د سولې خبرې له سره پیل کړي.