د افغانستان ختيځ کې یو ایساف سرتېری وژل شوی

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ویلي چې د هېواد په ختيځ کې یې یو سرتېری له ټپونو مړ شوی دی.

دوی وايي چې دغه سرتېری د اپریل پر ۲۴مه د افغانستان په ختيځ کې په یوه یوه ناجګړه ییز ډول ټپي شوی، چې د ټپونو له کبله ومړ.

ایساف د وژل شوي سرتېري هویت نه دی په ډاګه کړی.