افغانستان کې د جدي ملریا کچه ډېره راټيټه شوې ده

نن د ملريا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړيواله ورځ ده.

په افغانستان کې هم هر کال په لسگونو زرو خلک پر دغه ناروغۍ اخته کيږي.

د افغانستان روغتيا وزارت ددغې ناروغۍ گواښ جدي بولي او وايي ښايي سږکال هم په گڼ شمير کې خلک پر ې اخته شي.

چارواکي وايي چې په څو تيرو کلونو کې يې د جاليو په ويشلو، د ولاړو ډنډونو په ډکولو او د ولس د پوهاوي د کچې په لوړولو سره ددغې ناروغۍ پر وړاندې اغيزناکه مبارزه کړې ده.