فرانسې د سوریې په اړه خپل دریځ لا سخت کړی

فرانسې د سوریې په اړه خپل دریځ لا سخت کړی او د بهرنیو چارو وزیر یې وايي که د سولې اوسنی پلان ناکامه شو نو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا باید پر داسې ګام فکر وکړي چې د پوځي ځواک کارېدنه هم په کې شامل وي.

د سوریې د حکومت مخالف فعالان وايي په پرونیو نښتو کې لږ ترلږه شل نور کسان او ځینې یې د ملګرو ملتونو د څارونکو په مخ کې ووژل شول.