چين کې د بشري حقونو فعال تښتېدلى

په چین کې د بشري حقونو فعالان وايي پېژندل شوی فعال چن ګوانګ چنګ چې په کور نظر بند وو تښتېدلی دی.

یوه ویډیو چې وروسته پر انټرنټ کېښول شوې، دغه ړوند فعال پکې د چین له لومړي وزیر وین جیا باو څخه یو لړ غوښتنې کوي.

هغه وايي له هغو چارواکو څخه د پوښتنه وشي چې پر ده او کورنۍ یې بریدونه کړي او فاسدو کسانو ته باید سزا ورکول شي.

فعالان وايي ښاغلی چن له شاندونګ ولایت څخه تر تېښتې وروسته په خوندي ځای کې دی.