نیجریا کې بریدونو اوه کسان ووژل

په نیجریا کې د ورځپاڼو پر دفترونو بمې بریدونو لږ ترلږه ۷ کسان وژلي دي.

په پلازمینه ابوجا کې غرمه مهال یو موټر د نن ورځې ورځپاڼې له دفتر سره ټکر شو او چاودنه رامنځ ته شوه. له دې چاودنې سره هم مهاله په شمالي ښار کودونا کې یو موټر چلوونکي هڅه وکړه چې خپل موټر د ورځپاڼې له دفتر سره تکر کړې خو خلکو یې مخه ونیوله.

پولیس وايي موټر چلوونکي یو بم ګوزار کړ او ۷ کسان یې ووژل. د موټر چلوونکی نیول شوی چې داسلام پالې ډلې بوکو حرام مشکوک غړی دی.