گيلاني وايي کار نه پريږدم

د پاکستان لومړی وزیر سید یوسف رضا ګیلاني وايي محکمې ته د سپکاوي په تور تر تورنېدلو وروسته به له خپلې څوکۍ لېرې نه شي.

ښاغلی ګیلاني وویل یوازې پارلمان دا واک لري چې هغه له دندې لېرې کړي.

محکمې ښاغلي ګیلاني تورن کړ ی چې د ولسمشر زرداري د درغلیو په اړه پلټنې نه دي وکړي.

لومړي وزیر ګیلاني ته سمبولیکه سزا ورکړل شوه او کولای شي چې خپله دنده پر مخ بوځي.

ښاغلی ګیلاني وايي:

"غواړم پارلمان ته ووایم چې پرته له تاسو هیڅوک ما له دندې نه شي لېرې کولای، که نن تاسو له ما څخه د باور رایه بېرته واخلئ زه به ولاړ شم، دا د دوی واک دی."