فلسطيني وزير استعفى وکړه

د فلسطین د اطلاعاتو وزیر وروسته تر هغه له خپلې دندې استعفا وکړه چې د یو شمېر ویبپاڼو په اړه چې پر حکومت یې نیوکې کولې پوښتنې ګرويږنې وکړې.

مشهور ابو دقه د څو ویبپاڼو د بندولو هڅه کړې وه چې وايي په نړۍ کې یې د فلسطین د خپلواکې سیمې بد انځور ورکاوه.

فلسطیني چارواکو په وروستیو کې څلور خبریالان او د فساد ضد یو فعال چې پر ښاغلي محمود عباس یې په فیس بک نیوکې کړې وې هم نیولي وو.