متحده عربي اماراتو کې افغان رګبي لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه

د افغانستان د رګبي لوبډلې د لومړي ځل لپاره په متحدو عربي اماراتو کې سیالۍ وکړې.

دواړو لوبډلو د جمعې په ورځ درې لوبې وکړې. افغان لوبډلې لومړې لوبه وبایلله خو دویمه یې له عربي متحدو اماراتو وګټله.

دوی به تر دې وروسته انګلستان ته په سفر راځي.

د افغانستان د رګبي د فدراسیون مشر محمد منصور مجید د خپلې لوبډلې له لوبې راضي دی.