امریکا وايي ناراضه چینایی له دوی سره ''نه شته''

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د دې له منلو انکار کړی چې چینایی فعال چېن ګوانګ چېنګ په کور کې تر نظربندی تښتیدلی او په بجین کې یې د امریکا په سفارت کې پناه غوښتې ده.

د نوموړي یوه همکار ویلي ښاغلی چېن چې ړوند دی ور سره مرسته شوې چې په شانګډونګ کې د خپل کور له دیواله واوړي او تېره دوشنبه د امریکې سفارت ته سپارل شوي و.

په یوه ویدیو کې چې انترنت ته استول شوې ښاغلي چېن په لومړي وزیر وېن ژیباو غږ کړی چې کورنۍ یې خوندي وساتي.

دی وایي چې ګوندي چارواکي باید د خپلو کړنو مسؤولیت ولري.