د اوکراین د مخکنۍ صدراعظمې محاکمه پیلېږي

د اوکراین د پخوانۍ صدراعظمې یولیا تیماشېنکو محاکمه نن د خارکوف په ښار کې پيلیږي.

مېرمن تېماشېنکو تورنه ده چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې مالیه نه ده ورکړې او اوس له سیاسي واکه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور اووه کلن بند تېروي.

هغه محکمې ته په ګوښي ځان له ورتګه ډډه کوي او وایی چې د زندان ساتونکو وهلې ده.

لوېدیځو چارواکو ، په ځانګړې توګه جرمني له تیماشینکو سره د چلند په اړه په اوکراین سخته نیوکه کړې ده.