تخار کې سېلابونو اته کسان وژلي

د افغانستان شمالي ولایت تخار چارواکو ویلي، چې په دغه ولایت کې تازه راوتلو سېلابونو لږترلږه اته کسان وژلي او تر ۲۸ نور تری تم شوي دي.

دوی وايي، چې سېلابونو د تخار-بدخشان لویه لار ویجاړه کړې ده.

افغانستان د سږنیو بارانونو له کبله راوتلو سېلابونو لسګونه افغانان وژلي دي.