کیوبیايي اکټران امریکا ته وتښتېدل

دوه کيوبايي اداکاران يا اکتران چې غوښتل يې د تښتېدونکو په اړه يو فلم جوړ کړي اوس پخپله د امریکا متحدو ايالاتونو ته تښتېدلي دي.

هاويز فلورين او انېلېن روا چې د نيوريارک د فلم فستوال وروغلي وه د ميامي په هوايي ډگر کې ځانونه ورک کړي او وروسته له يوي اوونۍ پټېدو نه اوس يې ځانونه ښکاره کړي دي.

دوې چې په ميامي کي يوه اسپانيوي ژبي ټلويزیون سره خبرې کولې، ويلي غواړي د امريکا په متحدو ايالاتونو کې د سياسي پناه اخیستو لپاره وړاندیز وکړي.

دوی ته ورته يو زيات شمېر کيوبايي ارتيستان لوبغاړي بهر کې کې د دندو د تر سره کولو لپاره له کيوبا نه تښتېدلي دي.