پاکستان کې د سره صلیب تښتول شوی برتانوی وژل شوی

په پاکستان کې د سره صليب اداره وايي يو برتانوی همکار يې په بلوچستان ايالت کې د هغه تښتونکو وژلی دی.

په يمن کې زېږېدلی برتانوی ډاکتر خالد رشيد ډالې په جنورۍ مياشت کې له کوټې تښتول شوی وو.

د هغه جسد نن سهار وموندل شو.

طالبان وايي دی يې وروسته له هغه وواژه چې اداره يې د دوی په غوښتنو کې پاتې راغله.

دا په دغه ايالت کې چې د قانون واکمني په کې کمزورې ده، د وژنو وروستۍ پېښه ده.