سلګونه قزاقانو د تېلو د کارکوونکو د محاکمې ضد لاریون کړی

په سلگونو احتجاج کوونکو د قزاقستان د الماتې په ښار کې په يوه بل لاريون کې چې د چارواکو لخوا نه وه تائيد شوى گډون کړى.

دوي غواړي د هغو ٣٠ تنو د تيلو د کارکوونکو محاکمه ودرول شي چې په تېر دسمبر کې له پاڅون وروسته نيول شوي دي.

همدا راز دوی محاکمې ته د هغو پوليسو د راکشولو غوښتنه هم کړې چې په احتجاج کوونکو يې ډزې کړې دي.

تېره اوونۍ د بشر د حقونو ډلې Human Rights Watch د قزاقستان له حکو مته غوښتي کړې وه چې د محاکمې بهير ودروي تر څو دوی د هغو ادعاو پلټنه وکړي، چې ويل کېږي نيول شويو کسانو ته سزا ورکړل شوې ده.

د مرکزي اسيا د تېلو له پلوه په دغه بډاى هېواد کې ډېر لږ احتجاجونه کېږي، خو د بي بي سي خبريال وايي د روان کال د جنورۍ له مياشت نه راپدېخوا هره مياشت يو وار حکومت مخالفي لاريون کوي.