د برما مخالفې مشرې د م.م. مرکز ته د ورتلو بلنه ومنله

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د برما له دموکراسۍ پلوې مشرې ان سن سوچي سره د لومړی ځل لپاره مخامخ خبرې کړي دي.

ښاغلی بان وايي هغې په نيویارک کې د ملګرو ملتونو مرکز ته د ورتلو بلنه منلې ده.

درې کاله وړاندې برما ته د سفر پر مهال جنرالانو چې د برما د حکومت واګې يې په لاس کې وې هغه ته له مېرمن سوچي سره د کتلو اجازه نه وه ورکړې.

د دوشنبې په ورځ هغې په پارلمان کې د خپلې څوکۍ د ترلاسه کولو سره موافقه وکړه.