امریکا وايي د څارګرو الوتکو بریدونه یې 'قانوني' دي

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د ترهګرۍ ضد چارو سلاکار د خپل هېواد له لوري د بې پېلوټه الوتکو له بريدونو دفاع کړې ده.

جان برېنن چې په واشنکټن کې يې وينا کوله، وويل د بې پيلوټه الوتکو ګوزارنه د القاعدې پر وړاندې جګړې ګټلو کې مرسته کوي.

ده وويل امريکايي مشرتابه غواړي خپلو وګړيو ته د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو موخه روښانه کړي:

''فکر کېږي چې په دغه ډول بريدونو کې له القاعدې سره تړاو په شک په افغانستان، پاکستان او يمن کې سلګونه جنګيالي وژل شوي وي. ښاغلي برېنن دغه تکتيک يو قانوني، اخلاقي او اړين عمل وباله. خو د خبرو پر مهال يې يو احتجاجي (پر تا دې شرم وي) غږ سره، په لنډ ډول وځنډاوه.''