د هند اسام ایالت کې ۳۵۰ مسافر ډوب شوي

يو بېړۍ چې ۳۵۰ کسان په کې سپاره وو، د هند په شمال ختيځ اسام ايالت کې ډوبه شوې ده.

پوليسو ويلي څه د پاسه سل مړي يې را ايستلي، او شاوخوا نور لا تر اوسه ورک دي.

دغه بېړۍ په يوه توپان کې راګېر شوې او په منځ ماتېدو سره د براماپوټرا څپاند سيند کې ډوبه شوې ده. د ژغورنې چارې د باران درانه اورښت او کم ليد له امله خنډنې شوې دي.