د عراق مرستیال ولسمشر د قاضیانو په وژنې تورن شوی

د عراق پر مرستيال ولسمشر طارق الهاشمي او پر ځينو ساتندويانو يې د ۶ قاضيانو د وژنې تور لګېدلی دی.

د عراق قضايی شورا ويلي د ښاغلي هاشمي محاکمه به پر بنجشنبې/پنځنۍ پيلېږي، چې په لومړيو کې به نورو وژنوږ سره تړلې وي.

داسې اټکل نه کېږي چې دی به محکمې ته حاضر شي. ښاغلی هاشمي چې د عراق له جګپوړيو سني چارواکيو شمېرل کېږي، په تېر دسمبر کې هغه مهال له بغداده وتښتېد چې د شيعه ګانو پر مشرۍ حکومت پرې د وژنو ډلو دچلونې تور ولګاوه. دی وايي د دغو تورنو ترشا سياسي موخې دي.