د کندهار د زندانيانو د نه خوړلو اعتصاب لاهم روان دی

د کندهار چارواکي وایي چې ددغه ولایت د سرپوزې په لوى زندان کې دا مهال هم د يو شمېر کسانو له لوري د نه خوړلو اعتصاب دوام لري.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل وایي چې ځینو زندانیانو خپل د نه خوړلو اعتصاب پاى ته رسولى او دا مهال د روغتيايي ټيم تر کتنې هم تېر شوي دي.

د کندهار د سرپوزې د لوی زندان د سیاسي بلاک بندیانو د چارواکو د هغه ګام پرضد د نه خوړو اعتصاب پیل کړی، چې غواړي ځینې بندیان کابل ته ولېږدوي.

یوشمېر زندانیانو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې تر ۵۰ زیاتو کسانو خپلې خولې ګنډلې او د ځینو بیا روغتیایي حالت د نه خوړلو له کبله خراب شوی دی.

تر دې وړاندې د کندهار د لوی محبس زندانیانو له رسنیو سره د خپلو دوسیو نه څېړل، په محبس کې له دوی سره د زندان د چارواکو ناسم او سپک چلند د اعتصاب د پیلېدو لامل یاد کړې وه.