په مالي کې د بلې کودتا هڅې شوې

د لوېديځې افريقا د مالي په هېواد کې د سيالو ډلو د سرتېرو ترمنځ ساعتونه جګړه روانه ده.

د ولسمشرۍ ګارد د کودتاچيانو د مشر له وفاداره ځواکونو سره په جګړه کېوتي چې په مارچ مياشت کې يې امادوو توماني توري له واکه وپرځاوه.

دوی په پلازمېنه بماکو کې د مالي په حکومتي تلويزيون د کنټرول پر سر جګړه کوي چې د تېر ماښام خبرونه يې خپاره نه شول.

راپورونه وايي د ولسمشرۍ ګارد دغه راز هڅه کوي چې د پلازمېنې هوايي ډګر هم ونيسي، خو د کودتا مشر تورن امادو هيا سناګو ټينګار کوي چې د ده پلويان په واک کې دي.