ترکیه بشپړ اساسي قانون جوړوي

ټاکل شوې په ترکيه يوه پارلماني کمېټه نن سې شنبه د دغه هېواد پر لومړي بشپړ اساسي قانون کار پيل کړي.

د دغه ګام موخه دا ده چې د اوسنی اساسی قانون پر ځای د يوه ساده او لا ديموکراتيک تړون مسوده جوړه کړي.

اوسنی اساسي قانون ۳۰ کاله مخکې تر پوځي واکمنۍ لاندې جوړ شوی، چې ډېر واک پوځ ته ورکوي، فردي حقونه کنټرولوي او لږکيو ته پام نه کوي.

نوی اساسي قانون بايد له دغسې نادريزو مسالو سره چلن وکړي، او دا چې د تکيې کردانو بايد څومره کلتوري خپلواکي ورکړي، او هم بايد ولسمشر څومره واک ولري.