د زابل کلات کې ترافیکي پېښې د ۷ افغانانو ژوند اخیستی

د کابل کندهار پر لویه لاره د يوې ترافيكي پيښې له امله اووه کسان مړه شوي او اووه نور ټپیان شول.

د زابل د والي ویاند شریف الله ناصري وايي دغه پېښه تېره ورځ مازیګر مهال رامنځ ته شوه.

دده په وينا د کلات ښار اړوند د جلدك اوباکرزو په سیمه کې یو کرولا او یو سراچه موټر سره جنګېدلي دي او په نتیجه کې يې څوارلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له بلې خوا ناصري دا هم وايي چې نن سهار د زابل په ارغنداب ولسوالي كې د سيمه یيزو پوليسو او وسله والوطالبانو تر منځ نښته شوي چې په دې نښته كې دوه پوليس ټپيان شوي دي.

په عين حال كې د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا ددغه ولايت په سيوري ولسوالي كې د يوه رنجر موټر د الوځولو او په كې ددريو عسكرو د وژل كېدو خبره کړې، خو ناصري يې نه مني.