قاهره کې وسله والو شپږ لاریون کوونکي وژلي

د مصر په پلازمینې قاهرې کې ناپېژندل شویو وسله والو کسانو پر لاریون کوونکو ډزې کړي او شپږ تنه یې وژلي دي.

لاریون کوونکو د شپې له خوا د مصر د دفاع وزارت په وړاندې اعتراض کاوه چې سهار وختي دا پېښه رامنځ ته شوه.

مصري چارواکي وايي لږترلږه سل تنه نور ټپیان دي.