اوباما وايي له طالبانو سره یې د سولې په اړه مخامخ خبرې کړې

د سولې خبرو ته د اشارې پر مهال ولسمشر اوباما وويل افغان حکومت سره په هم غږۍ زموږ حکومت طالبانو سره مخامخ خبرې کړې دي.

بارک اوباما ویلي:'' موږورته سپينه کړې ده چې کېدى شي د افغانستان راتلونکې برخه ولري شي خو په دې شرط چې له القاعدې لاره جلا کړي ، او تاوتريخوالي نه لاس واخلي.''

نوموړي افغانستان ته د ناڅاپي سفر پرمهال دا څرګندونې کړې دي.

هغه په کابل کې د شپې ناوخته له ولسمشر حامد کرزي سره د ستراتیژیکې همکارۍ تړون هم لاسلیک کړ.

ولسمشر اوباما وويل چې د امن په لټون کې امريکا د القاعدې له ماتې اخوا بل هېڅ اراده نه لري او نه غواړي چې په افغانستان کې دايمي پوځي اډې ولري.

نوموړى په داسې وخت کې افغانستان ته تللى چې نن (مۍ دویمه) د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو لومړنۍ کاليزه ده.