امريکا وايي چن ګوانګ غواړي له چين نه ووځي

د امريکا متحده ايالاتو تاييد کړې چې ړوند چينايي فعال چن ګوانګ چنګ غواړي له چين نه ووځي او که داسې ونه شي نو په بېجنګ کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې په خبرو سيوری وغوړوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي دا روښانه ده له هغه راهيسې چې ښاغلي چن او ښځې يې د امريکا په سفارت کې له پناه اخيستو نه لاس په سر شو د دوی فکر بدل شوی دی.

په بېجنګ کې د چين د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند ليو ويمېن پر امريکا له دې امله نيوکه وکړه چې ښاغلي چن ته يې په سفارت کې د پناه ورکولو وړانديز کړی وو.