چن ګوانګ په امريکا کې پناه غوښتې

ناراضي چينايي فعال چن ګوانګ چېنګ په امريکا کې د پناه اخيستو غوښتنه کړې ده.

داسې بريښي چې ده دغه غوښتنه د امريکايي او چينايي چارواکو ترمنځ له يوې معاملې وروسته کړې، ځکه تېره ورځ هغه ويلي وو له دې وېرې د امريکا په سفارت کې له پناه اخيستو لاس په سر شوی چې ورته ويل شوي که په خپله پرېکړه ودرېږي، نو ښځه به يې ووژل شي.

چين ته د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې سفر که څه هم په مخامخ ډول د چن ګوانګ د سفارش لپاره نه وو، خو هغې وویل حکومت دېته اړتيا لري چې د خپلو اتباعو ازادي ومني.

د چين ولسمشر هوجنتاو وويل دواړه هېوادونه بايد يو بل ومنی، سره له دې چې په خپل منځ کې توپيرونه لري.

مېرمن کلنټن وايي پرمختللی چين د امريکا او پرمختللې امريکا د چين په ګټه ده: