د دفاعي سيستم پر سر د روسيې او امريکا خبرې

د روسيې د دفاع وزير خبرداری ورکړی چې په اروپا کې د توغنديو د دفاعي سيستم د نصبولو په تړاو يې له امريکا سره د روغې جوړې هڅې په ټپه درېدو ته نژدې شوې دي.

تمه دا ده چې ناټو راتلونکې مياشت دغه پروګرام چې يوه برخه يې همدا اوس تر کار لاندې ده.

خو روسيه دغه پلان د خپل ملي امنيت لپاره ګواښ بولي امنيت او ګواښ يې کړی چې خپل دفاعي سيستم به ځای پر ځای کړي.

د دې وېره شته چې دغه موضوع يو ځلې بيا د امريکا او روسيې اړيکې ترينګلې کړي، په ځانګړي ډول له هغه وروسته چې ولادمير پوتين بيرته ولسمشرۍ ته ورستون شو.