د اسامه بن لادن ځينې ليکونه خپارۀ شوي

١٧ داسې اسناد خپارۀ شوي دي چې د متحدو ايالاتو ځانگړو ځواکونو تير کال په ايبټ اباد کې د اسامه بن لادن د وژنې پر وخت ترلاسه کړي وو.

دغه ١٧ ليکونه د شاوخوا ٦٠٠٠ اسنادو له ډلې دي چې امريکايي ځواکونو د اسامه بن لادن له کوره په پاکستان کې موندلي وو.

په دې ليکونو کې دا بحث هم شته چې د القاعدې نوم بدل شي که نه او پر امريکا بريدونو ته دقت وشي او که نه. پ

په خپرو شوو اسنادو کې دا نه دي راغلي چې له اسامه بن لادن سره د پاکستان حکومت يا پوځ مرسته کوله او که نه.