امريکايان او چينايان پر اقتصادي مسايلو غږېږي

دوه لوړپوړي امريکايي چارواکي، هیلري کلنټن او ټايموتي ګېتنر په بېجنګ کې له چينايي چارواکو سره پر اقتصادي موضوعاتو او بهرنۍ پاليسۍ خبرې پيل کړي دي.

ميرمن کلنټن وايي که چين او امريکا دواړه ټولې نړېوالې ستونزې هوارې نه کړي دا به ډېره ګرانه وي چې پرته له همکارۍ دواړه په خپلو منځو کې سره جوړ شي.

د چين ولسمشر هوجنتاو وويل دواړه هېوادونه بايد يو بل ومنی، سره له دې چې په خپل منځ کې توپيرونه لري.