هلمند کې د ۱۱ طالبانو د وژلو ادعا شوې

د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي تېره شپه(پنجشنبه د غویی ۱۴) د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ی۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

چارواکي وايي د پسرلي له را رسېدو سره د مخالفو وسله والو بریدونه په زیاتېدو دي.

د هلمند د والي ویاند داود احمدي بي بي سي ته وویل د تېرې شپې په بریدونو کې افغان او بهرنیو ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی ښاغلی احمدي هم دا مني چې په وروستیو کې د مخالفینو بریدونه ډېر شوي دي.

طالبانو ویلي چې د می له دریمې نیټې یې د الفاروق په نوم پسرلني عملیات پیل کړي دي.