په روسیه کې چاودنې ۱۳ تنه وژلي دي

د روسیې په جنوبي آیالت داغستان کې د دوو چاودنو له امله لږترلږه ۱۳ تنه وژل شوي او شاوخوا سل تنه نور ټپیان دي.

راپورونه وايي دغه چاودنې د ۱۵ دقیقو ترمنځ واټن کې په پلازمینه مخچ کلا کې د یوې امنیتي پوستې په خوا کې شوي دي.

د ځینو ټپیانو حالت نازک بلل شوی او ښايي د تلفاتو په شمېر کې ډېروالی راشي.