سوډان له جنوبي سوډان سره د جګړې ختمول غواړي

سوډان وايي د ملګرو ملتونو له غوښتنې سره سم له سویلي سوډان سره جګړه ختموي خو پر همدې مهال یې خبرداری ورکړی چې د یرغل پر ضد به له ځانه دفاع وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دواړو خواوو ته د جمعې تر ورځې وخت ورکړ چې خپل تاوتریخوالی پای ته ورسوي، کنه نو له به له بندیزونو سره به مخ شي.

خو لا هم د دواړو غاړو ترمنځ د نښتو په اړه راپورونه ورکول کیږي.