امریکایی رپ سندرغاړې آدم یاوچ په ۴۸ کلنۍ ومړ

امريکايي رپ سندرغاړى آدم ياوچ چې د بيستي بايز ډلې غړى و، په نيويارک کې مړ شوى دى.

دى ٤٨ کلن و او د سرطان ناروغي يې درلوده.

ياوچ چې هنري نوم يې اېم-سي- اې و، په ١٩٨٠ يمو کلونو کې له خپلو دوو ملگرو سره د هېپ هاپ مخوره ډله جوړه کړه.

د بېستي بايز ډلې تر ٤٠ ميليونو ډېرې سندرې پلورلي چې د يوې نوم يې دى: "د مېلې لپاره خپل حق وغواړه".