هیلري کلنټن د چیني ناراض پر سر له چین سره غږېدلې

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هیلري کلنټن له چينايي چارواکو سره له خبرو وروسته چې پر بحثونو يې د چينايي ناراضه فعال چن ګوانګ چېنګ موضوع سيوری غوړولی له بېجنګ نه روانه شوې ده.

ښاغلی چن ګوانګ سره له دې په روغتون کې بستري دی چې د امريکا متحده ایالاتو له چين نه وغوښتل چې ده ته دې د زده کړو لپاره له هېواد نه د وتو اجازه ورکړي.

د چين حکومتي رسنيو وروسته له هغه امريکا د چين په کورنيو چارو کې په لاسوهنه تورنه کړه چې چن ګوانګ له مياشتني نظر بند وروسته د امريکا سفارت ته ولاړ.

ړوند چينايي ناراضي وايي له هغه وروسته چې له سفارت نه ووت د خطر احساس کوي، خو يوې امريکايي راډيو ته يې ويلي دي چې هغه به له چين نه ونه وځي.