قاهره کې تاوتريخوالي په تورن ۱۷۰ کسان نيول شوي

د مصر په پلازمېنه قاهره کې د دفاع وزارت ته څېرمه د تېرې ورځې له مظاهرې وروسته چې تاوتريخوالی په کې رامنځته شو له ۱۷۰ زيات کسان نيول شوي دي.

راپورونه وايي له هغه وروسته چې دغلته په ګرځېدو بنديز لرې شو، اوس وضعيت ارام دی.

د پوځي شورا مشر فيلډ مارشا حسين طنطاوي د هغه سرتېري د خښولو په مراسمو کې ګډون کوي چې له مظاهره چيانو سره په نښتو کې وژل شوی دی.

اعتراضيانو واکمنه پوځي شورا تورنه کړې چې د چارشنبې ورځې بريدونه يې سمبال کړي وو.

د قاهرې اوسېدونکی شعبان تاوتريخوالی محکوموي، خو په دغه پېښه کې لاريونيان ګرم بولي: