۳ روسي سيلانيان په نيپال کې لادرکه شوي

د نيپال په لويديځ کې پوليس وايي مونټ انناپورنا ته څېرمه په يوه سياحتي سيمه کې، سيند خپلې غاړې ماتې کړي او لږ تر لږه ۱۳ کسه يې وژلي دي.

دوی وايي اوس د هغو کسانو په لټه بوخت دي چې د سټي سيند څپو له ځان سره لاهو کړي او لادرکه دي.

د ورکو شويو په مينځ کې درې روسان هم دي.