پيرو کې اورلګيدنې ۱۴ کسان وژلي

په پيرو کې چارواکي وايي په پلازمېنه ليما کې په نشه د روږدو کسانو د درملنې په يوه مرکز کې د اور لګېدو له امله څوارلس کسه وژل شوي دي.

د اطفايې يوه وياند ويلي چې يوازې يو کس ژوندی پاتې شوی دی.

د دغه مرکز دروازې تړل شوې وې او کړکيو يې د اوسپنې ميلې لرلې چې په اور کې د ايسار شويو خلکو د تېښتې لار يې پرې درولې وه.

تر اوسه د دغې اورلګېدنې لامل نه دی روښانه.

په جنورۍ مياشت کې هم په ليما کې په ورته يوه مرکز کې د اور لګېدو له امله ۲۹ کسه ووژل شول.