د نايجريا په شمال کې بنديان تښتيدلي

وسله والو د نايجريا په شمال ختيځ ايالت بارنو کې پر يوه زندان يرغل وروړی، دوه ساتونکي يې وژلي او بنديان يې خوشې کړي دي تر اوسه د تښتېدلو بنديانو شمېر نه دی معلوم.

پوليس وايي د بوکو حرام ډلې ټوپک والو مخکې له دې چې د کونشي په کلي کې پر دغه زندان بريد وکړي، لومړی يې د پوليسو پر يوې پوستې حمله کړې ده.

د پوليسو يوه وياند وويل تر دمه يې په دې تړاو ۲۳ کسه نيولي دي.

تر اوسه هېڅ يوې ډلې د دغه بريد پړه نه ده منلې، خو په هېواد کې د وژنو د پېښو په تړاو د بوکو حرام ډله پړه بلل شوې ده.