د ارګ د پاليسۍ مشر ومړ

افغان دولت تاييد کړه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د پاليسۍ ریس صبغت الله سنجر نن (د می ۵) په يوه ترافيکي پيښه کې وژل شوی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ يوه وياند حامد علمي د ښاغلي سنجر د مړينې پخلی کړی او ويلي يې دي چې له نوموړي سره د هغه يوه لور هم وژل شوې.