د مالي یوه سپېڅلي زیارت ته اسلام پالو اور ورته کړی

له مالي نه رپوټونه وايي اسلامي جنگياليو د شمالي ښار تيمبوکتو يوه سپېڅلي ځاى ته سپکاوى کړى دى.

چارواکو او استوگنو ويلي دي، د انصارالدين د اسلامي ډلې وسله والو کسانو د شپاړسمې پېړۍ د يوه درانه اسلامي عالم سعدي محمود بن عمر زيارت ته اور اچولى چې د يونیسکو له لوري د نړۍ د يوه لرغوني ځاى په توگه پېژندل شوى و.